اکسیر

د وحيدالله اکسیر د ليکنو ټولگه

اکسیر

د وحيدالله اکسیر د ليکنو ټولگه

اکسیر

دلته د وحیدالله اکسیر ټولې ليکنې لوستلی شئ.

بایگانی
پنځه شيرونه وو، خو هرهٔ يوهٔ ته يو، يو ناست و. چې يو به خلاص شو، بل به ورغی او چې بل به وکړ، بل به ورته کېناست، خو دا ځل شور شو، یوهٔ وې: «د ما نوبت دی!!!» او بل وې: «زه وختي راغلی وم!!.» دوی په همدې ټېل-مټېل کې وو چې بل هم خپله چپه پښه ومينځله، جنگ خلاص شو او دواړه اوداسه ته کېناستل.
وحیدالله اکسیر
26 April 15 ، 10:23 موافقین ۲ مخالفین ۰ ۰ نظر

د بل چا په ځای يې د کانکور امتحانونه ورکول، خو په زر او پنځلس سوه ډالرو. په دوو مياشتو کې يې ۶زره گټلي وو. پوښتنه مې ترې وکړه: پلانی او پلانی گير شول، خو ته گير نه شوې. چې دا ولې؟ ده راته وويل: ما خو تجربه لرله.

تجربه هم بده وي. که څنگه؟

وحیدالله اکسیر
26 April 15 ، 10:20 موافقین ۱ مخالفین ۰ ۰ نظر

ما د کور دروازه کښېنوله.

ما د کور ور جوړ کړ.

پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار صاحب په (ليکلارښود«يوه پښتوـ کره پښتو») کې پورتنۍ ړومبۍ جمله

وحیدالله اکسیر
24 April 15 ، 21:24 موافقین ۱ مخالفین ۰ ۰ نظر

ډيرې وې. دا يوه راته له دې نورو پاکه او ښه ښکاره شوه. ورته کېناستم چې اوبهٔ ترې وڅښم. ښی لاس مې ورته ونيو او په دې بل مې اوبهٔ راخوشي کولې خو نه ترې راوتې.

وحیدالله اکسیر
24 April 15 ، 21:22 موافقین ۱ مخالفین ۰ ۰ نظر

له دريو کالو راهيسې مې د يار دربار ته، د مينې د اظهار د لارې په جوړولو کې خولې تويولې. بخت مې کوټه و. له يو داسې خوړ څخه تورې اوبه راووتې چې هېچا يې فکر نه کاوۀ. لاره، بېل او کولنګ يې يوړل او زه يې ناهيلی کېنولم.

وحیدالله اکسیر
24 April 15 ، 21:17 موافقین ۱ مخالفین ۰ ۰ نظر