نقد نه دی، شک دی
Friday, 24 April 2015، 09:24 PM
ما د کور دروازه کښېنوله.
ما د کور ور جوړ کړ.
پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار صاحب په (ليکلارښود«يوه پښتوـ کره پښتو») کې پورتنۍ ړومبۍ جمله پارسي ځپلې بولي او دوهمه يې کره.
زه په خپل فکر «ور» او «دروازه» هممانيز نه بولم. که يې وبولو له پښتو به شوکه وي. ور په کوټه کې وي او دروازه په سرای کې. داسې څوک به بيخي لږ پيدا شي چې په کوټه کې يې دروازه ايښې وي او په سرای کې ور.
زما په فکر په پورته جمله کې يوازې «کېښنوله» پارسي ځپلې ده. که «کېښنوله» پر «کېښووه» واړوو، يوه کره جمله به شي. ځکه د هغې جملې مانا چې زيار صاحب پارسي ځپلې بللې، دا ده چې دروازه مې ځای په ځای کړه يعنې کار ترې اخېستل کيدای شي. خو د دروند استاد ښاغلي زيار وړانديز شوې جمله يوازې د جوړولو خبره کوي او د دې په اړه څه نه وايي چې آيا دروازه په هغه ځای کې چې بايد کېښوول شي، اېښوول شوې؟
15/04/24