د ما نوبت دی
Sunday, 26 April 2015، 10:23 AM
پنځه شيرونه وو، خو هرهٔ يوهٔ ته يو، يو ناست و. چې يو به خلاص شو، بل به ورغی او چې بل به وکړ، بل به ورته کېناست، خو دا ځل شور شو، یوهٔ وې: «د ما نوبت دی!!!» او بل وې: «زه وختي راغلی وم!!.» دوی په همدې ټېل-مټېل کې وو چې بل هم خپله چپه پښه ومينځله، جنگ خلاص شو او دواړه اوداسه ته کېناستل.
15/04/26